اسلام آباد ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی)د دفاعی پېداوار وزیر رانا تنوير حسېن كېف كښې د يوكرېن د قامي سلامتيا او دفاع كونسل عمومي سېكتر الېکسېنډر ټرکی نوف اود يوكرېن دوهم دفاع وزير اولیګ پیولسکی سره ملاقاتونه وكړل او دوئي سره ئې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له د نوې لارو په لټون د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ټانكونو او بحري جهازونو جوړولو څانګو كښې د شريكو منصوبو پیل كولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل دواړه هېوادونه د يو بل تجرباتو څخه استفاده كولې شي۔ د ملاقات په مهال دوئي هېوی انډسټریز ټېکسلا كښې د ټانكونو جوړولو او کراچی شپ یارډ كښې د بحري جهازونو تيارولو په شريكو منصوبو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزیر د ترهه ګرۍ په ضد د تربيې اسانيو په څانګو كښې د مرستې هم پېشكش وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د پوځي مرستې په لړ كښې او په خاص توګه د ټانكونو په راكولو د يوكرېن د مرستې قدر كوي۔ دې نه وړاندې د دفاع وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او د هېوی انډسټریز ټېکسلا چیئرمېن لېفټېننټ جنرل سید واجد حسېن په مشرۍ كښې ددفاعي پېداوار وزارت يو پلاوي كائوي كښې آرمز اینډ سېکېورټی اېکسپو كښې ګډون وكړو۔