اسلام آباد ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) وفاقی حکومت په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو او نورو پرمختيائي منصوبو له تر دې دمه د 123 ارب روپو فنډز جاري كړې دے۔ حكومت روان مالي كال لپاره د 8 سوه ارب روپو سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام څخه تر دې دمه بېلو منصوبو له د 123 ارب روپو څخه زيات فنډز جاري كړې۔ په عارضي توګھ بې كوره شويو او امنيت ټينګولو له او خاص وفاقي پرمختيائي پروګرام له 42 ارب روپو څخه زياتې جاري كړې شوي دي۔ د خاص سيمو پرمختګ له كومو كښې چې آزاد جموں و کشمیر ،ګلګت بلتستان او پوله والې سيمې شامل دي 11 ارب روپو څخه زياتې جاري كړې شوي دي۔ دغسې سترو لارو ٬ قامي ادارو ٬ واپډا ٬ پاكستان رېلوے ٬ پاكستان جوهري توان كمېشن او نېشنل هېلت سروسز سره اړوند بېلو منصوبو له د 50 ارب روپو څخه زيات فنډز جاري كړې شوې۔