اسلام آباد ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان د افغانستان پلازمينه كابل كښې په مزار حضرت سخي او چار يار مسجد د ترهه ګرو د بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كړې د كومو په نتيجه كښې چې قيمتي ځانونه ضائع شوي دي۔ د خارجه وزارت لخوا د شورؤ په ورځ جاري شوي بيان كښې د ترهه ګرۍ دې پېښو په نتيجه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره افسوس او غمرازي ښكاره كړې شوې او پېښو كښې ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا غوښتلې شوې۔ بيان كښې وئيلي شي چې پاكستان د ترهه ګرۍ د ټولو شكلونو غندنه كوي۔