د سندھ اعلٰی وزير٬د خېبرپښتونخوا ګورنر او د آزاد كشمير وزيراعظم اسحاق ډار ته د سوئېلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير ايوارډ 2016 په ترلاسه كولو مباركي

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) د سندھ وزيراعلٰی٬د خېبرپښتونخوا ګورنر او د آزاد كشمير وزيراعظم اسحاق ډار ته د سوئېلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير ايوارډ 2016 په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا وفاقي وزير اسحاق ډار ته د سوئېلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير ايوارډ 2016 په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه هم د خزانې وزير ته په ايوارډ ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ده لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر هم د خزانې وفاقي وزير ته مباركي وركړه۔دا خبره دې ښكاره وي چې د خزانې وزير ته آئي اېم اېف او نړيوال بانك د كلنې غونډې په مهال د سوئېلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير ايوارډ 2016 وركړې وو