
اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د خزانې وزير اسحاق ډار ته د آئي اېم اېف او نړيوال بانك لخوا د سوئېلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير په ګرځول كېدو مباركي وركولو سره وئېلي دا اعزاز د خزانې وزير د پاكستان د معاشي بحالۍ او اقتصادي استحكام له د كړو هڅو اعتراف دے۔ده ووئيل د نړۍ لويې مالياتي ادارې د خزانې وزير اسحاق ډار او د ده د فعاله اقتصادي ډلې هڅو په نتيجه كښې هېواد كښې د اقتصادي كاميابۍ وړاندې څخه اعتراف كړې۔وزيراعظم ووئيل چې اوس آئي اېم اېف او نړيوال بانك ورځپاڼې ايمرجنګ ماركيټس لخوا د كلنو غونډو په مهال اسحاق ډار لپاره د سوئېلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير ايوارډ د پاكستان د اقتصادي كاميابو عكاسي ده۔دې لپاره اسحاق ډار او د ده ټوله ډله د ستائنې وړ ده۔وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې د اولس په ژوند كښې انقلابي بدلونونه راوستلو او پاكستان په حقيقي توګه څوكاله او پرمختګ كړې هېواد جوړولو له به د ميكرو اكنامك استحكام هڅې دغسې روانې ساتلې شي