واشنګټن 10 اکتوبر (اے پي پي) امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني وئېلي دي چې په امريكائي صدارتي ټاكنو كښې پاكستاني كمېونټي مهم كردار ترسره كولې شي۔دوي يو موټې كېدو سره د خپلې كميونټۍ د ګټو په غوره توګه تحفظ كولې شي٬دا خبره ده په امريكا كښې د پاكستاني كميونټي كلن كنونشن ته خطاب كښې وكړه كوم چې پاكستاني سفارت كښې وشو۔ ده ووئيل امريكائي ټاكنو كښې د پاكستاني كمېونټۍ كردار ډېر مهم دے او پاكستاني كميونټي كه يو موټې شي نو دا ټاكنې خپل مقصد لپاره كارولې شي۔امريكا كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو حواله وركولو سره پاكستاني سفير ووئيل د دې پېښو په سوب پاكستاني كميونټۍ په سپاټ لائيټ كښې راغلې او دې ته به په جدي توګه كتل وي٬په داسې صورتحال كښې د خپلو ګتو ساتنې لپاره به پاكستاني كمېونۍ له په ګډه لائحه جوړول وي۔د امريكا او پاكستان ترمينځه د اړيكو حواله وركولو سره پاكستاني سفير ووئيل دا اړيكې په ځاې دي كومې چې د هر ازمائش په وخت پوره ختلي دي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د ټولو چېلنجونو سره هم د دواړو هېوادونو ترمينځه اداراجاتي فريم ورك فعاله دے او دواړه اړخونه دې ته سلا دي چې د چېلنجونو مقابلې كولو له به اړيكو ته وده وركول وي۔پاكستاني سفير ووئيل وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې د پاكستاني حكومت او د پاكستان سياسي قوتونه هېواد كښې جمهوريت مضبوطولو له يو موټې دي۔د معيشت ښه والې٬د توان ستونزه ختمول٬د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد جنګ او د تعليم په څانګه كښې سرمايه كاري د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د پاك هند اړيكو په اړه جليل عباس جېلاني ووئيل د پاكستان د امن ګامونو هند هېڅ مثبت ځواب نه وركوي۔ او زمونږ د امن خوښي زمونږ كمزوري ګڼلې شي۔ ده ووئيل مونږ عزت سره امن غواړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې كشمير مسئلې تر دې دمه حل شوې نه ده۔ امريكا او نړيواله ورورولي بايد كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ نوټس واخلي۔ او هند د بې ګناه كشمير وګړو په ضد د زور او زياتي كولو څخه منع كړي۔ په دې مهال د وزيراعظم خاص استازي سېناتور مشاهد حسېن سيد هم كمېونټۍ ته خطاب وكړو