هند د نړيوال بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كوي٬د كم عمر جنيد احمد څه قصور وو كوم چې قابض هندي ځواك په ګولو وويشتلو

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو لپاره د وزيراعظم خاص سفير بېرسټر محسن رانجها وئېلي دي چې هند د نړيوال بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كوي٬د كم عمر جنيد احمد څه قصور وو كوم چې قابض هندي ځواك په ګولو وويشتلو٬د نړۍ قامونه دې زمونږ سره د هند په ضد غږ پورته كړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د تركيې خبر رسنې ادارې سره د يوې مركې په مهال وكړه۔ بېرسټر محسن رانجها كوم چې د اطلاعاتو پارلماني سېكتر هم دے٬ د 11 كلن جنېد احمد په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چې د يو معصوم ماشوم څه قصور وو۔ده ووئيل د هند د بشري حقونو په خلاف ورزو كښې ورځ په ورځ زياتوالې كېږي۔ده ووئيل د تشدد كاروائيو او په هندي مقبوضه وادۍ كښې د پرله پسې كرفيو په سوب يو شمېر ځانونه ضائع شوي دي۔ده ووئيل مونږ غواړو چې نړيواله ورورولي په كشمير كښې روانه رياستي ترهه ګري بنده كړي او كشميريانو ته د دوي د خپلواكۍ بنيادي حق وركولو له خپل كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل ورور هېواد تركي ټول عمري د پاكستان ملګرتيا كړې۔ پاك تركيه ملګرتيا يو مثالي ملګرتيا ده٬مونږ غواړو چې د كشمير په مسئله هم تركيه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان بشپړ ملاتړ جاري وساتي۔ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې حل غواړي۔نړيوالې ورورولۍ او ملګرو هېوادونو ته خواست دې چې هغوي په ملګرو ملتونو زور راوړي چې د كشمير مسئلې حل له خپل قراردادونه عملي كړي