د مسلم ليګ (ن) مركزي مجلس عامله د مقبوضه كشمير په اولس د هندي ځواك د زور زياتي او د بشري حقونو د خلاف ورزۍ غندنه

اسلام آباد ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) مركزي مجلس عامله د مقبوضه كشمير په اولس د هندي ځواك د زور زياتي او د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د رائې حق كارولو له د كشميري اولس د هڅو د هر ممكن سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتلو لوظ كړې۔ د مركزي مجلس عامله غونډه د ګل په ورځ د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔ د مجلس عامله په يو قرارداد كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم خطاب د كمشير او پاكستاني اولس د هيلو ترجماني كوؤنكې او په جرات او تدبر اډانه ګرځولو سره ددې ستائنه وكړې شوه۔ د وزيراعظم نړيوالو ادارو او لارښودو سره په اړه رابطو دا په ډاګه كړې چې د كشمير د سباؤن پرېكړه د هند د وېش نيمګړې ايجنډا ده۔ او د ددې د ملګرو متلونو د قراردادونو ترمخه حل كېدو نه غېر منطقه كښې امن په ځائې كېدې نه شي۔ مجلس عامله د هند د جارحانه رويې او كنټرول لائن خلاف ورزۍ غندنه كولو سره ووئيل زمونږ وسله وال ځواك د كوم هم جارحيت سم ځواب وركولو له چمتو دے۔ په دې مهال آپرېشن ضرب عضب د نتېجې وړ عمليات وګرځول شول۔ مجلس عامله سي پېك او د تعمير او پرمختګ نورې منصوبې د هېواد د ټولو برخو لپاره د سوكالۍ سوب وګرځولې۔ مجلس عامله په دې د اطمينان څرګندونه وكړه چې د 2013ء ټاكنو څخه وروستو تر دې وخت په ضمني او نورو ټاكنو كښې د مسلم ليګ ن كاميابي د اولس په دې ګوند د بشپړ باور علامت دے۔ مجلس عامله د وزيراعظم په مشرتابه د كلك باور څرګندونه وكړه۔ مجلس عامله دا هم ووئيل چې د ټولو ملكي مسئلو د پارلمان او آئيني او قانوني رياستي ادارو د لارې د حل كولو روايت دې په ځائې وساتلې شي۔ په دې مهال د هندي ځواك ډزو په نتيجه كښې كشمير كښې شهيد شويو او د مسلم ليګ ن لارښود صديق الفارو ځلمي ځوي او برهان واني له فاتحه خواني وشوه۔ غونډھ كښې راجه ظفر الحق’ غلام دستګیر خان’ سرانجام خان’ سردار یعقوب ناصر’ صدیق الفاروق’ د آزاد كشمير وزیراعظم راجه فاروق حیدر’ د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفیظ الرحمان’ او نور اعلی چارواكو ګډون وكړو