اسلام آباد ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) لارښود دانيال عزيز وئيلي دي چې د پانامه پېپرز په اړه عمران خان د په دروغو اډانه داستان جوړ كړے۔ عمران خان د يوټرن اخستو ماهر دے۔ هغه وزيراعظم جوړېدل غواړي ولې د شاته دروازې څخه راتلو سره هغه وزيراعظم جوړېدې نه شي۔ د ګل په ورځ الېكشن كمېسيون څخه بهر خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل عمران خان خلق په نوې پاكستان دهوكه كړې۔ د 35 پنکچرونو خبرې دروغ ثابت شوي دي۔ خېبر پختونخوا كښې د احتساب قانون بدل كړې شوې چې په سوب ئې خلقو استعفاګانې وركړې۔ عمران دې دا وواي چې خېبر پختونخوا كښې نېب ولې آزاد نه دے۔ د پاناما پېپرز په اړه ده ووئيل آئي سي آئي جے خپل وېب سائټ څخه د وزيراعظم نامه لرې كړی او په دې اړه ئې سپيناوې هم كړې۔ عمران خان د دروغو په بنياد ټول داستان تيار كړے۔ عمران خان خپل ګوند په خپله تباه كړې۔ د دروغو ئې انتها كړې۔ دے بايد په ادارو لعن طعن پرېدي۔ او حقيقت دا دے چې هغه په خپله ادارو ته نه مخامخ كيږي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د اكتوبر په 30 مه نېټه كېدونكې ډرامه د يوې هوائي خبرې نه زيات نور هېڅ نه دي