اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی)حج ادا كولو لپاره د سركاري او پرائيوېټ سكيمونو له مخې تللي 1 لك 10 پاكستاني حاجيان د حج كولو نه پس وطن ته راورسېدل او د حاجيانو د راستنېدو عمل به د اكتوبر په 16مه نېټھ ترسره شي۔د مذهبي چارو وزارت ذريعو له مخې په دې كښې د سركاري سكيم له مخې 63 زره 43 او د پرائيوېټ سكيم له مخې 47 زره حاجيان د حج كولو نه پس وطن ته رارسېدلې دي۔د ذريعو له مخې په حجاز مقدس كښې كال سنټرو ته لارښونې لپاره 2291 ټېليفونونه راغلي دغسې 1228 شكايتونه ترلاسه شوي چې پكښې د 1013 ازاله شوې٬ 139 كسان بې دركه شوي وو چې پكښې 138 موندل شوي او يو تن لا هم بې دركه دې او د لټون لپاره يې هڅې روانې دي۔د ذريعو له مخې د 635 كسانو سامان ورك شوې وو چې پكښې د 422 كسانو سامان بيا ترلاسه شوې۔د ذريعو له مخې د حاجيانو د راستنېدو عمل به د اكتوبر په 16مه نېټھ ترسره شي