د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د ذهني روغتيا نړيواله ورځ ولمانځلې شوه

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د ذهني روغتيا نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔د خبر له مخې دا ورځ هر كال د اكتوبر په لسمه نېټھ په نړيواله كچه لمانځلې شي۔د دې ورځې لمانځلو مقصد د ذهني ناروغۍ مخ نيوې او په دې لړ كښې په خلكو كښې شعور بېدارول دي۔د پاكستان سائيكائټرك سوسائټۍ له مخې په هېواد كښې 50 فيصده او په خېبرپښتونخوا كښې 80 فيصده آبادي نفسياتي يا ذهني ناروغيو سره مخ ده۔د طبي پوهانو له مخې قدرتي آفتونه٬ترههګري٬غربت او د بې روزګارۍ پشان ستونزې د ذهني ناروغۍ بنيادي وجوهات دي