اولس مشر ممنون حسېن د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ته د سوئيلي آسيا د خزانې غوره وزير په حېث د ايوارډ په ترلاسه كولو مباركي وركړه

اسلام آباد -9 اكتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ته د سوئيلي آسيا د خزانې غوره وزير په حېث د ايوارډ په ترلاسه كولو مباركي وركړې۔ اولس مشر وفاقي وزير ته دا مباركي په ټېلېفوني خبرو كښې وركړه۔ اولس مشر ووئيل د خزانې غوره وفاقي وزير په حېث د ده ټاكنه د ده د پالېسيو د كاميابۍ اعتراف دے۔ اولس مشر هيله ولرله چې اسحاق ډار به د قامي معيشت استحكام او د اولس سوكالۍ له دغسې محنت سره كار كوي۔