اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) ځلمو ته د تربيې وركولو وزيراعظم سكيم ترمخه 21 زره تعليم يافته ځلمو ته انټرن شپ وركولې شي۔ د رېډيو پاكستان ترمخه د بېن الصوبائي رابطې وزارت لخوا جاري كړې شوي پېغام كښې وئيلي شوي دي د وزیراعظم د ځلمو تربيتي سكيم فېزون په درېم بېج كښې د هېواد 21 زره تعليم يافته ځلمو ته انټرن شپ وركولې شي۔ دا ځلمي به يو كال لپاره وفاقي وزارتونو ٬ ډويژنونو ٬ صوبائي محكمو ٬ صنعتونو ٬ بانكونو ٬ كارپورېشنونو او بېلو سركاري او نجي ادارو ته لېږلې شي او دوئي ته به هره مياشت دولس زره روپۍ وركولې شي۔ انټر ن شپ لپاره د خواست جمع كولو آخري تاريخ د روانې مياشت 25 دے۔ تر پوسټ ګرېجوېټ تعليم ترلاسه كوؤنكي ځلمي انټرن شپ لپاره اهل دي۔