اسلام آباد ۔09 اکتوبر (اے پی پی) د داخله وزير چوهدري نثار علي خان په هدايت اے اېن اېف د نشائي توكو قاچاق مخنيوي له په بے نظیر بھټو انټرنېشنل ائېر پورټ اسلام آباد او د جناح انټر نېشنل ایئر پورټ كراچۍ په شمول د هېواد په څلورو لويو هوائي اډو جسماني تلاشي اخستو له نوې سېكنرز لګولې دي۔د دې سېكنرو سسټم چلولو له پوهانو د اے اېن اېف عملې ته باقاعده تربيه وركړې۔ دا سكېنرې براؤن نومې برطانوي كمپنۍ جوړې كړې دي۔ د دې لګولو سره به د اے اېن اېف د عملي صلاحيت كښې زياتوالې وشي۔ دا سېكنر د يو مسافر تلاشي په 7 سېكنډ كښې اخلي۔ د دې مشين كارولو سره انساني وجود ته كوم زيان نه رسي او نه به دا كوم مسافر لپاره د بې پردګۍ سوب ګرځي۔