د ټائمز ورځپانی په اولنۍ صفحه د قرآني آيت حواله

نیو یارک ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) ځپلي شوې سوريه كښې ژوند بچ كولو كښې بوخت رضاكارانو او كارمندانو ته امريكائي ‘ټائمز’ مېګزين هم پياوړې عقيدت وړاندې كړې۔ تر دې چې امريكائي جريدې هم د قرآن كريم د سورة المائدې د آيت 32 حواله وركړې كوم كښې چې لوئے څښتن وئيلي دي چا چې د يو تن ژوند بچ كړو لكه ده چې ټول انسانيت بچ كړو۔ د دې آيت حواله وركولو څخه وروستو جريدې خپل راپور كښې ځپلي شوې سوريه كښې د دې كارمندانو په خذماتو رڼا اچولې او دوئي ئې د نړۍ تر ټولو لوئے كسان ګرځولي دي۔ راپور كښې ليكلي شوي چې جنګي الوتكې مرګونه وېشي او دا سپين هلمټ اچونكي رضاكار خپل ژوند خطر سره مخ كولو سره د نورو د ژوند بچ كولو له هڅې كوي۔