د پاكستان لخوا مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواك دلاسه دجنېد احمد شهادت په پېښه د افسوس څرګندونه ۔ دا پېښه د هندي رياستي ترهه ګرۍ تر ټولو بد مثال دے۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواك دلاسه د 12 كلن كوچني جنېد احمد شهادت په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي دا پېښه د هندي رياستي ترهه ګرۍ تر ټولو بد مثال دے۔ پاكستاني حكومت او اولس ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ خپل بنيادي حق غواړي۔ ده ووئيل مضبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ ٬ زياتېدونكو ظلمونه او نسلونه ختمول بايد نړيوالې ورورولۍ لپاره د اندېښنې سوب وګرځي۔ وياند په نړيوالو ورورلۍ زور راوړو چې هغوي دې مقبوضه كشمير د وينې توئېدو لړۍ بندولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د بې ګناه كشميري وګړو په ضد د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو بايد منصافنه ٬په آزاده توګه او په سپېځلي توګه پلټنې وكړې شي۔