د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف حاجي پير سېكټر كښې د وړاندې مورچو دوره

پنډۍ ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د اتوار په ورځ په كنټرول لائن حاجي پير سېكټر كښې د وړاندې مورچو دوره وكړه۔ د آئي اېس پي آر ترمخه سرلښكر په دې مهال دغلته تعينات پوځي ځلمو سره ملاقات وكړو۔ ده ته فارمېشن كمانډرانو د دوئي د يونټو آپرېشنل تياريانو په اړه اړه بريفېنګ وركړو۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر په لائن آف كنټرول د ځلمو په لوړو حوصلو ٬آپرېشنل تياريانو او بېدار وسېدو اطمينان ښكاره كړو۔ دې نه وړاندې كور كمانډر لېفټېنټ جنرال ملك ظفر اقبال پوځ سرلښكر ته هركلې ووې۔