
لاهور ۔ 8 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي حكومت تېرو درې كلونو كښې قامي معيشت په سم لوري روان كړے۔ د نن پاكستان په معاشي توګه د 2013ﺀ څخه زيات مضبوط او زيات محفوظ دے۔ د سی پېک ترمخه په څلورو واړو صوبو كښې په بېلو پرمختيائي پروژو تندۍ سره كار روان دے۔ ده د خالي په ورځ لاهور كښې د لوړې كچې غونډې ته خطاب كولو۔ غونډه كښې د پنجاب ګورنر رفيق رجوانه ٬ اعلی وزير محمد شهباز شريف ٬ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف ٬ د تجارت وزير خرم دستګير ٬ نوموړې كاروباري شخصياتو او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل حكومت د سرمايه كارۍ ترغيب له بنيادي اصلاحات معارفي كړي دي۔ ده ووئيل د كاروباري شخصياتو په مشاورت به حكومت سرمايه كارو ته اسانۍ وركوي۔ ده غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل چې چين پاكستان اقتصادي راهداري يوه ستره منصوبه ده كومه چې د هېواد سوكالۍ له پېل كړې شوې۔ د چین لخوا د 46 ارب ډالرو چې كومه سرمايه كاري كيږي دې كښې 35 ارب ډالر به د توان په پروژو مصرف كولې شي۔ د دې بشپړ كېدو سره به لوډشېډنګ ختمېدو سره سره ارزانه برېښنا هم ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان كښې بندرځائې او ګوادر هوائي مېدان جوړولې شي۔ دې څخه به نه يواځې پاكستان بلكې د سيمې اولس هم استفاده وكړي۔ ده ووئيل زه په ذاتي توګه د دې منصوبې نګراني كوم۔ وزيراعظم هيله ولرله چې د راهدارۍ منصوبې سره به سيمې څخه انتها خوښۍ ٬ غريبۍ او د بې روزګارۍ مسئلې ختمېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔