هند سره د كړكېچن صورتحال لا ناوړه كېدو سره به پاكستان په دې مجبور وي چې افغان پولې څخه خپل 2 لكھه پوځ ختيزې پولې ته يوسي۔ د سندھ طاس اېشو رامخې ته كول د هند د نړۍ پام د كشمير مسئلې څخه د اخوا كولو يوه هڅه ده۔ جموں وکشمیر لپاره د وزيراعظم خاص استازي سناتور مشاهد حسېن سيد واشنګټن كښې اے پي پي سره خبرې

واشنګټن ۔ 8 اکتوبر (اے پی پی) جموں وکشمیر لپاره د وزيراعظم خاص استازي سناتور مشاهد حسېن سيد وئيلي دي د پاكستان او هند ترمينځھ د كړكېچن صورتحال ناوړه اثر افغانستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد په روان جنګ پرېوزي۔ امريكا بايد د كشمير د اوږدې مودې د حل وړ مسئلې حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د كشمير مسئلې نه حل كېدو په سوب به د نړۍ امن خطر سره مخ وي۔ د دې خيالاتو
څرګندونه ده واشنګټن كښې اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د كشمير مسئله د دوه جوهري رياستونو ترمينځھ د كړكېچن صورتحال بنيادي سوب دے۔ سېناتور مشاهد حسېن سيد او د قامي اسمبلۍ غړې ډاكټر شذره منصب د وزيراعظم د خاص استازو په حېث د كشمير مسئله او د كشميري اولس هڅې رامخې ته كولو له دا مهال د امريكا په دوره دي۔ مشاهد حسېن خبردارې وركړو چې هند سره د كړكېچن صورتحال لا ناوړه كېدو سره به پاكستان په دې مجبور وي چې افغان پولې څخه خپل 2 لكھه پوځ ختيزې پولې ته يوسي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان 60 زرو وګړو او امنيتي اهلكارو د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې حل له به امريكا له خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔ او دا د امريكا اخلاقي ذمه واري هم جوړېږي ولې چې دې هم د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونو لاس ليك كړي دي۔ده ووئيل د دې دورې په مهال مونږ امريكائي چارواكو ٬ ميډيا او تهنك ټېنك سره ملاقاتونه كړي دي۔