د خوښې او ناخوښۍ په بنياد په قراردادونو د عملدرآمد په نتيجه كښې د ملګرو ملتونو مقام ته زيان رسي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودھي عمومي اسمبلۍ كښې مذاكرې ته وېنا

ملګري ملتونه ۔ 8 اکتوبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودھي وئيلي دي د كشمير مسئلې تر حل كېدو به د نيمې اوچې وېش ايجنډا نيمګړې وي۔ د كشميريانو نسلونه تشو وعدو او بې رحمه جارحيت سره مخ دي۔ د برهان الدين شهادت څخه وروستو د كشميري اولس تحريك د منځه وړولو له د چھرو ټوپكې كارول د رياستي ترهه ګرۍ تر ټولو ناوړه مثال او جنګي جرم دے۔ كشمير كله هم د هند حصه پاتې شوې او نه به پاتې شي۔ د خوښې او ناخوښۍ په بنياد په قراردادونو د عملدرآمد په نتيجه كښې د ملګرو ملتونو مقام ته زيان رسي۔ دا خبره دې عمومي اسمبلۍ كښې د نوآباديت ختمولو سره په اړوند مسئلو مذاكرې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د تېرو 6 لسيزو څخه د سلامتي كونسل لخوا كشميركښې د ټول ټاكنو وعده وفا نه كړې شوه او كشميري اولس تر دې دمه د خپلواكۍ حق څخه محرومه دي۔ دې ووئيل نن كشميري اولس يو ځل بيا يوموټې كېدو سره د هندي جارحيت او زور او زياتي مخې ته ولاړ دي۔ پاكستانۍ استازې ووئيل د تېرو دوه نيمو مياشتو راهېسې هندي ځواك د كشميري اولس په ضد طاقت په بې رحمه توګه كاروي۔ د برهان الدين واني د شهادت څخه وروستو د كشميري اولس تحريك د منځھ وړولو له هند ګولۍ او په خاص توګه د چھرو ټوپكې كاروي ې په نتيجه كښې ئې تر دې دمه 100 څخه زيات كشميري شهيد او په سوونو نور ټول عمري له نظر څخه محروم كړې شوي دي۔ دا د رياستي ترهه ګرۍ تر ټولو ناوړه مثال او جنګي جرم دے۔ كشمير كله هم د هند حصه پاتې شوې او نه به پاتې شي۔ دا يوه متنازعه سيمه ده او د دې د حتمي حېثيت تعين به د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشميري اولس د هيلو ترمخه كولې شي۔