
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې سباٶن كښې د هر ډول قدرتي پېښو مخنيوي له په اولس كښې د احتياطي او حفاظتي اقداماتو په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔ د اكتوبر 8مه نېټه كومه چې (نن) د خالي په ورځ د قدرتي آفتونو په اړه د شعور بېدارولو ورځې په توګه لمانځلې شي په موقع خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل دا ورځ اړوند حكومتي څانګو او ادارو ته د هر ډول قدرتي پېښو چېلنجونو مخنيوي له د خپلو صلاحيتونو د جاج اخستو موقع په لاس وركوي۔ ده ووئيل د سېلاب او وچ كالۍ د هر ډول اېمرجنسي مخنيوي له منطقه كښې د ماحولياتي بدلون په آغېزونو غور كولو ته اړتيا ده۔