پاكستان پھ يونيورسل پوسټل يونين كښې د انتظامي كونسل لپاره بيا وټاكلې شو

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان پھ يونيورسل پوسټل يونين(يو پي يو) كښې د انتظامي كونسل لپاره بيا وټاكلې شو۔يو پي يو د ملګرو ملتونو مهمه پريكړه كونكې ايجنسي ده كوم چې د انټرنېشنل پوسټل سروسز پرمختګ او مرستې ذمه دار دے۔د جمعې پھ ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې كونسل لپاره د پاكستان بيا ټاكنه د ستمبر 20مې نېټې نه د اكتوبر تر 7مې نېټې استنبول كښې روان يو پي يو 26م كانګرس پھ موقع د ټاكنو د لارې عملي كړی شوې۔پاكستان د 1947 څخه د يو پي يو فعاله غړې دے او د انټرنېشنل پوسټل سسټم بهترۍ او پرمختګ له مهم كردار ترسره كوی۔يو پي يو يو نړيوال تنظيم دے د كوم هېډكوارټر چې د سوئټزرلينډ برن ښار كښې دے۔د يو پي يو غړي هېوادونو ترمينځه د انټرنېشنل ميل شيئرنګ لپاره قوانين وضع كولو او سروسز او مصنوعات جديد جوړولو په غرض سفارشات وركوي۔41م غړي كونسل آف اېډمنسټرېشن كښې د پاكستان بيا ټاكنه د پاكستان يونيورسل پوسټل يونين كښې د خذماتو اعتراف دے