
پېنډۍ 07 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د ورکنګ باؤنډرۍ او د نړيوالې پولې ښه څارنې او په انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د جمعې په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د پاكستان رېنجرز پنجاب د مركزي دفتر دوره وكړه ۔ په دې موقع د لاهور كور كمانډر لېفېننټ جنرال صادق علي هم سرلښكر سره ٶ۔ جنرال راحيل شريف ته د رېنجرز ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال عمر فاروق برکي د رېنجرز آپرېشنل تيارو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د پاکستان رېنجرز پنجاب چارواكو او ځوانانو ته خپله وېنا كښې جنرال راحیل شریف د رېنجرز د ځوانانو د اعلی پېشه ور صلاحيت٬ آپرېشنل تیارو او د ځوانانو لخوا د نړيوالې پولې او وركنګ باٶنډرۍ د ښه څانګې ستائنه وكړه۔ سرلښكر جنرال راحيل شريف په دې موقع د رېنجرز پنجاب په مركزي دفتر كښې د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د ګلونو څادر ئې خپور كړو چا چې د خوږ او مورني هېواد دفاع لپاره خپل ځانونه قربان كړي