مالاكنډ كښې د 220 وي ګرډ سټېشن لپاره ټينډر وشو٬رقم جاري كړې شو

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي وئېلي دي چې مالاكنډ كښې د 220 وي ګرډ سټېشن لپاره ټينډر شوې رقم جاري كړې شوې دې۔ د محرم څخه وروستو به د لوډ شېډنګ مسئله حل كولو هڅه كولې شي۔ د جمعې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته صاحبزاده طارق الله مالاكنډ ډويژن٬كوز دير٬بونير٬سوات٬شانګله كښې هره ورځ 18 څخه 20 ساعته لوډشېډنګ په اړه د پام ګرځونې د نوټس ځواب وركولو سره دوهم وزير عابد شېرعلي ووئيل چې دا مسئله د چكدره ګرډ سټېشن نه بشپړېدو له امله رامخې ته كېږي٬مونږ 54 كروړ روپۍ جاري كړی٬مونږ ته د زمكې ايكوائر كولو مسئله رامخې ته شوې وه اوس دا مسئله حل شوه۔د 220 وي ګرډ سټېشن ټينډر وشو٬د محرم څخه وروستو به د دې مسئلې حل كولو هڅه كوو