د سېفټي انجينئرز آف امريكن سوسائټي تر سېوري لاندې د هېلت او انوائرمنټ قوانينو په اهميت سېمينار

اسلام آباد 70 اکتوبر (اے پي پي) پوهانو صنعتي پرمختګ سره سره د صنعتي كاركنانو د صحت او تحفظ او د ماحوليات بهترۍ په ښه كولو ټينګار كړې۔ په دې لړ كښې د سېفټي انجينئرز آف امريكن سوسائټي تر سېوري لاندې د وژن 2025 له مخې د پاكستان د ښه پرمختګ هدفونو او د هزاريه پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو له د سېفټي هېلت اېنډ انوائرمنټ د قوانينو په اهميت سېمينار شوې۔اے اېس اېس اي د روغتيا تحفظ او په ماحولياتو كار كوٶنكې نړيوال تنظيم دے كوم چې د تعليم ٬ خبرتيا او د خپلو پوهانو د لارې خپلو غړو ته پېشه وارانه پوهې وركوي۔د سېفټي انجينئرز پاكستان لپاره صدر سيد امجد علي او نائب صدر نعيم احمد سبحاني د اېسوسي اېشن د تعليم او شعور بېدارولو په لړ كښې د هلو ځلو نه ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ پوهانو په دې موقع د صنعتي پرمختګ سره سره د صنعتي كاركنانو د صحت او تحفظ او د ماحوليات بهترۍ په ښه كولو زور رواړو۔ دوي ووئيل چې په قانون عمل نه كولو سره د لاهور او كراچۍ عوندې پېښې رامخې ته كېږي۔ دوي ووئيل ښه پرمختګ غوره او صحت مند چاپېرچل سره تړون لري او په دې لړ كښې حكومت او اړوند سركاري او غېر سركاري ادارو او تنظيمونو له خپل كردار ترسره كول پكار دي۔ پوهانو خپلو خبرو كښې په اوسني قوانينو او قواعدو او ضوابطو عملي كول باوري كولو او په لا ښه كولو ټينګار وكړو۔د ورلډ وائډ فنډ فار نېچر د ماحولياتو كار پوهې او محققې نظیفه په دې موقع ووئيل په فېكټري اېكټ كښې بدلون د وخت ضرورت دے۔دې ووئيل ښه پرمختګ غوره او صحت مند چاپېرچل سره تړون لري او په دې لړ كښې حكومت او اړوند سركاري او غېر سركاري ادارو او تنظيمونو له خپل كردار ترسره كول پكار دي۔د يادونې وړ ده چې دا تنظيم په كال 1911 كښې جوړ شوې كوم چې د نړۍ د پېشه ورو تر ټولو لوې تنظيم دے٬ د تنظيم 40 زره كسان د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې په دې لړ كښې كار كوي۔