غزه 07 اکتوبر (اے پي پي)د اسرائيل پوځي اېف 16 جنګي الوتكه په غزه پوله د بمبارۍ كولو نه پس د كوزېدو په مهاله تباه شوې ده ۔د تركيې مېډيا له مخې په رامون پوځي اډه د لينډنګ په مهال الوتكه كښې اور ولګېد چې په نتيجه كښې يې يو پائېلوټ احد جوهن مړه او يو پائېلوټ ژوبل شوې۔الوتكه كښې د اور لګېدو سوب نه دې معلوم خو اسرائيلي ځواكون د پېښې پلټنې پیل كړي دې ۔د اسرائيل ټېلي ويژن چينل له مخې الوتكه كښې د فني خرابۍ له امله اور لګېدلې ؤ