
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی) د سينټرل ډوېلمپنټ وركنګ پارټي غونډه كښې لس پروژې منظوري كړی شوې د كومو لګښت چې 91.6 بلينه روپې دے٬ د 84 بلينه روپو په لګښت څلور پروژې ايكنك ته لېږلې شوې دي ۔د زيارت پھ ورځ د سي ډي ډبليو پي غونډه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال پھ مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو اعلٰی چارواكې هم موجود وو۔غونډه كښې د 30 كروړه 30 لكه روپو په لګښت د انډس واټر كمشنر دفتر صلاحيت زياتولو منظوري وركړی شوه۔د كے پي كے حكومت د لس اربه روپو په لګښت پيهور هائي ليول كينال ايكسټينشن پروژه ايكنك ته ولېږلې شوه دغسې كراچۍ كښې د ګرين لائن ريپډ ټرانزټ سسټم د 24 اربه 60 كروړه پروژه ايكنك ته ولېږلې شوه۔د كے پي كے حكومت د يو ارب 25 كروړه روپو پیښور بس ريپډ ټرانزټ پروژه هم منظور كړې شوه۔په غونډه كښې د نړيوال اسلامي پوهنتون سېكټر اېچ 10 اپ ګرېډېشن لپاره د 2 اربه 56 كروړه روپو پروژه هم منظور كړی شوه۔دغسې حوېليا كښې د هزاره پوهنتون كېمپس ته د پوهنتون درجې وركولو لپاره د 82 كروړه روپو پروژه هم منظور كړی شوه۔(