
پېنډۍ 06 اکتوبر (اے پی پی) سرلښكر اټك سره نزدې فيلډ ايريا كښې د پاكستان او روس شريكو مشقونو سيمې ته لاړو۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر راحيل شريف د پوځي مشقونو ګډون كوونكو سره وليدل او د هغوي پېشه وره صلاحيت او پوهه يې وستائېله۔دواړه وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره راحيل شريف ووئيل پاك پوځ د جنګ تجربه لرونكے د نړۍ ښھ پوځ دے او د روس پوځ هم د نړۍ يو ښھ پوځ دے كوم چې د اوسني دور چېلنجونو مخ نيوي صلاحيت لري۔ده ووئيل شريكو پوځي مشقونو كښې د دواړو هېوادونو پوځي ډلو ګډون سره به ترلاسه كېدونكې تجربې څخه د دواړو هېوادونو د وسله وال ځواكونو له د ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ او نورو چېلنجونو مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي