د رېل ټكټنګ نظام به په اته مياشتو كښې اي سروس ته منتقل شي

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي په رېلوے كښې اي ټكټنګ نظام پېل كړې شوې ٬ د رېل ټكټنګ ټول نظام به په اته مياشتو كښې اي سروس ته منتقل شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سناتور فتح محمد حسني په مشرۍ كښې د رېلوېز لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډه كښې كړې۔ په دې موقع د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې د رېلوے پېښو ٬ د ملتان پېښې نه پس د پورته كړې شوېو حفاظتي ګامونو ٬ د رېلوے په زمكه د قبضې ختمولو او د تجاوزات اخوا كولو سره حسن ابدال كښې د رېلوے سټېشن محفوظولو په چارو غور شوې۔ د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د سترې محكمې د امر په رڼا كښې د رېلوے په زمكو سركاري او شخصې قبصې او د تجاوزاتو خاتمې له قائمه كمېټۍ خپل وړاندېزونه هم وركړې ٬ صوبائي حكومتونه د رېلوے په زمكو د قبضې او د تجاوزات خاتمې له بايد عملي ګامونه پورته كړي