
اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی) د اولس مشر ممنون حسېن په مشرۍ كښې د فېډرل ګورنمنټ آرټسټ وېلفېئر فنډ سټېرنګ كمېټۍ 5مه غونډه د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې وشوه۔ غونډه كښې 34 فنكارانو له د 90 لكھه روپو څخه د زيات ګرانټ منظوري وركړې شوه۔ دا ګرانټ به د ټولو صوبو نمائندګي كوؤنكو فنكارانو ترمينځه وېشلې شي۔ اولس مشر په دې مهال ووئيل فنكاران زمونږ اثاثه ده او دوئي خپل هېواد او بهر هېوادونو كښې د پاكستاني كلتور او د پاكستان غوره عكس معارفي كولو له مهم كردار ترسره كوي۔ له دې كبله حكومت د دوئي ډاډګيرنې له كمېټي جوړه كړې دغسې چې د دوئي مالي مرسته وكړې شي۔ اولس مشر ووئيل حكومت د فنكارانو خېر ښېګړه له جدي دے او د دوئي مسئلو حل كولو ته تر ټولو اول پاملرنه كوي۔ غونډه كښې د كابينې ٬ د خزانې او د اطلاعات او خپرونو سېكترانو سره سره نورو غړو او اعلی چارواكو هم ګډون وكړو۔ اولس مشر په زېبا محمد علي ٬ قوي خان ٬ اصغر نديم ٬ سيد سلمان علوي او مصطفی قرېشي مشتمله يوه سټېرنګ كمېټي جوړه كړې ده كومه به چې د كلتور په اړه د پېښو مسئلو او د فنكارانو ستونزې هوارولو له د وفاقي حكومت سټېرنګ كمېټۍ ته خپل وړاندېزونه وركوي