ټولو ګاونديانو سره امن ناكه اړيكو خوښي غواړو ٬هند د پلټنو نه غېر د اړي بريد تور په پاكستان لګولې

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي مونږ د ټولو ګاونډيانو سره امن ناكه اړيكې غواړو٬حكومت د افغانستان په حقله ښكاره پالېسي لري د كومې څرګندونه چې ما د وزاعظم ذمه وارۍ سنبهالولو نه پس په وړومبي ورځ كړې وه۔هند د پلټنو نه غېر د اړي بريد تور په پاكستان لګولې٬د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې دا خبره وزيراعظم محمد نواز شريف د ناټو ملټري كمېټي چيئرمېن جنرال پيټرپيول سره د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د ملاقات پھ مهال كړی۔ده ووئيل مونږ د افغانستان مشرتابه خبر كړے چې د افغانستان دښمن د پاكستان دښمن دے او مونږ په خپله وېنا قائم يو۔وزيراعظم ووئيل تېره ورځ هم مونږ د افغانستان لپاره د 50 كروړه ډالرو د وړومبۍ مرستې نه ځانله د 50 كروړه نورو ډالرو اعلان كړې دغسې چې هغوي پھ مسئلو قابو ومومي او استحكام ترلاسه كولو له د افغانستان مرسته وكړې شي۔ده ووئيل افغانستان كښې استحكام زمونږ د خپل هېواد او سيمې استحكام له ضروري دے۔وزيراعظم ووئيل ما پخپله او سرلښكر جنرال راحيل شريف د افغانستان دوره كړي او هغوي له مو د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره د مرستې باور وركړی