د ټولو ګوندونو شريكه غونډه كول د مقبوضه كشمير اولس لپاره يو لويې پیغام دے

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پی پی)د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق وئېلي دي د ټولو ګوندونو شريكه غونډه كول مقبوضه كشمير اولس لپاره يو لويې پیغام دے۔د دې خيالاتو څرګندونهن ده د ګل پھ ورځ د پارلماني ګوندونو شريكې غونډې نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل شريكه غونډه د كشميريانو غږ جوړ دے ٬د كشميريانو د آزادۍ په هلو ځلو ټول سياسي ګوندونه يو ډول دريځ لري٬هند د ظلم سره د كشميرانو غږ ته زيان نه شي رسولې۔د جماعت اسلامي امير ووئيل غونډه كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف عمومي اسمبلۍ ته خطاب د ستائنې دې۔ده ووئيل حكومت سره په ګډه نن مونږ د كشميريانو پھ حق كښې چې كوم قرارداد پاس كړے د هغې لپاره حكومت مونږ يو ايكشن پلان هم راكړي۔ده ووئيل كه سوډان كښې د سوئېلي سوډان په نامه يو نوې هېواد جوړېدې شي٬انډونېزيا كښې د ختيز تيمور پھ نامه يو نوې هېواد جوړېدے شي هلته دومره هلې ځلې هم نه وې شوې څومره چې مقبوضه كشمير كښې كېږي نو بيا د مقبوضه كشمير مسله ولې نشي هوارېدے