
اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند پارلماني لارښود حاجي غلام احمد بلور وړاندېز كړې چې د كال 2018 څخه وړاندې دې فاټا اصلاحات عملي كړې شي او فاټا له دې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې په صوبائي اسمبلۍ كښې نمائندګي وركړې شي۔ ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا اصلاحاتو په اړه بحث كښې ده ووئيل پښتانه بيا بيا وېشلې شي بيا هم پښتانه نن سندهيانو٬ بلوچيانو او مهاجرو ته سلام كوي۔ ده ووئيل ځينې خلق اوس هم غواړي چې د قبائيلي سيمو پحقله دې اصلاحات ونه كړې شي ٬ دوي دا اېجنډا لري چې پښتون تقسيم كړې ۔ده ووئيل اوسني حكومت چې كوم ګام پورته كړې بايد سر ته ورسولې شي۔