د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكاشينكو به(نن)په درې ورځنۍ دوره پاكستان ته راځي

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پی پی) د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكاشينكو به(نن)د نهې په ورځ په درې ورځنۍ دوره پاكستان ته راځي۔ده ته د دورې دا بلنه وزيراعظم محمد نواز شريف وركړې وه۔د بېلاروس د مشرتابه دا درېمه دوره ده۔اولس مشر لوكاشينكو د 16 مياشتو په مهال پھ دوهم ځل پاكستان ته راځي۔د بېلاروس اولس مشر سره به دوهم وزيراعظم٬ خارجه وزير٬د صنعت وزير٬د كركيلې وزير٬د تعليم وزير٬د ټېكسېشن وزير٬د ريونيو وزير او اعلٰی چارواكي هم موجود وي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف سره د خبرو اترو نه پس به د بېلاروس اولس مشر د اولس مشر ممنون حسېن سره ملاقات كوي۔د هغه د دورې په مهال به په ځينو لوظ نامو او د مفاهم په يادښتونو لاس ليك هم كېږي۔وزيراعظم محمد نواز شريف او د بېلاروس اولس مشر به د شورو په ورځ د څلورم پاكستان بزنس او انويسټمنټ فورم پرانسته كوي٬د بېلاروس 23 كسيزه اعلٰی كچ تجارتي پلاوې وړاندې نه د پاكستان پھ دوره دے كوم چې د پاكستان خپل هم څنګو سره تجارتي لوظ نامو له د شريك تجارت جاج اخلي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې په تندۍ سره پېشرفت شوے دے