د وزیراعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې د كشمير په كشاله او د كنټرول لائن په وضعه تږ لاره ټاكلو له د پارلماني ګوندونو د مشرانو غونډه

APP14-03 ISLAMABAD: October 03 – Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addresses the Parliamentary Party Leaders Meeting at PM Office. APP

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې د كشمير په كشاله او د كنټرول لائن په وضعه په ګډه لائحه جوړولو له د پارلماني ګوندونو د مشرانو غونډه د ګل په ورځ په وزیراعظم هاٶس كښې وشوه ۔ غونډه كښې د پيپلز ګوند لارښودو سید خورشید شاہ، بلاول بھټو زرداري، اعتزاز احسن، شېریں رحمن، قمر زمان کائرہ، حنا ربانی کھر او فرحت اللہ بابر، د پاکستان تحریک انصاف شاہ محمود قرېشي او شېریں مزاري، د جماعت اسلامي امير سراج الحق او صاحبزادہ طارق اللہ، د جمعیت علماء اسلام (ف) مولانا فضل الرحمن، د متحدہ قومي موومنټ ډاکټر فاروق ستار او خالد مقبول صدیقي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اچکزئۍ، د نېشنل پیپلز ګوند غلام مرتضیٰ جتوئي، د پاکستان مسلم لیګ (ق) کامل علی آغا، د مسلم لیګ فنکشنل غوث بخش مهر، د عوامی نېشنل ګوند غلام احمد بلور او د نېشنل ګوند میر حاصل بزنجو شره انجینئر عثمان ترکئۍ، غازي ګلاب جمال او پروفېسر ساجد میر ګډون وكړو۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم محمد نوازشریف وزيراعظم هاٶس ته رسېدو د سياسي لارښودو هركلے وكړو ۔د وفاقي كابينې غړيو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري ګډون كوٶنكو ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په وضعه بريفنګ وركړو ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې حكومت د بېلا بېلو پارلماني ګوندونو لارښودو ته په غونډه كښې ګډون لپاره د خالي په ورځ بلنې لېږلې وې