كابل 03 اکتوبر (اے پی پی) طالبانو د قطبي افغانستان په قندوز ښار قبضه كولو لپاره لويه كاروائي پيل كړي ده ٬ د ښار په مهمو سيمو طالبانو قبضه كړې ده ٬ كابل كښې چاؤدنه كښې د افغانستان دوه عسكر مړه او يو ژوبل شوے ٬د افغان مېډيا له مخې طالبانو تېره ورځ د قندوز ښار په مهمو سيمو قبضې لپاره كاروائۍ كړي۔د قندوز چارواكو وئېلي دي د طالبانو ډلو د اتوار او ګل مينځنۍ شپې څخه بېلو سيمو كښې بريدونه پېل كړې او د ګل په ورځ هم په بېلا بېلو ځايونو نښتې روانې وې۔چارواكو وئېلي دي طالبان د ښار پھ مهمه سيمه تر سيسرا رسېدو كاميابه شوي او دوي په ځينو مهمو سيمو كښې مهم روټس هم قبضه كړې دي۔په قندوز ښار تېر كال طالبانو قبضه كړې وه او د دې څخه وروستو افغان ځواكونو د سختو هڅو نه پس ښار د طالبانو څخه خالي كړې ؤ ۔چارواكو وئېلي دي د طالبانو او ځواكونو ترمينځه نښتو كښې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي خو تراوسه حتمي شمېرې په اړه څه نه دې وئېلي شوي ۔پايه تخت كابل كښې په يوه چاودنه كښې دوه افغان اهلكار مړه او يو ژوبل شوې۔سوئېلي هلمند ولايت كښې د طالبانو په مربوطو بريدونو كښې د پوليس اعلٰی افسر د وژنې تصديق كړی۔د چارواكو له مخې نوا ولسوالۍ كښې د پوليس چيف بريد كښې وژلې شوې۔لوګر ولايت كښې په نښته كښې يوه مېرمن او درې طالبان وژلې شوي۔خوست كښې په ځاې كړی شوې بمي چاودنې په مهال درې طالبان مړه او دوه ژوبل شوي دي