د 8 جولائي نه تر 27 ستمبر د هندي عسكرو د ظلم ښكار كشميريانو بشپړه معلومات په آفيشل وېب پاڼه د آپ لوډ كولو پريكړه

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی)د وزيراعظم محمد نواز شريف په سپارښتنه خارجه وزارت د 8 جولائي نه تر 27 ستمبر د هندي عسكرو د ظلم ښكار كشميريانو بشپړه معلومات په آفيشل وېب پاڼه د آپ لوډ كولو پريكړه كړی۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې خارجه وزارت د كشمير مسئلې په حقله تراوسه د شويو پېښو تازه راپور په خپل آفيشل وېب پاڼه د آپ لوډ كولو پريكړه كړي۔ده ووئيل تر څو چې د كشمير مسئله حل شوي نه وي نو د پاكستان اولس او حكومت به دا مسئله تازه ساتي او نړيواله ورورولي به د تازه صورتحال څخه خبروي