ټول هېواد كښې د سړكونو جوړولو او انفراسټركچر عمل تندۍ سره روان دې۔برجيس طاهر

ننكانه صاحب 02 اكتوبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر وئېلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف د وژن ترمخه ټول هېواد كښې د سړكونو جوړولو او انفراسټركچر عمل تندۍ سره روان دے۔ده دا خبره د اتوار په ورځ شېخوپوره ضلعې صفدر آباد تحصيل مومن كلي كښې د يو سړك پرانستې په موقع اولس ته په خپل خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم د وژن ترمخه ښه سترې لارې او انفراسټركچر به د پاكستان د پرمختګ بنياد جوړ شي۔ده ووئيل د موټروے پھ صورت كښې نواز شريف په لويو پروژو كښې كاميابي ترلاسه كړې او د موټروے جال به په ټول هېواد كښې غزولې شي۔ده ووئيل د انفراسټركچر په لړ كښې تر ټولو زيات پام د پاكستان پسمانده سيمو ته كېږي۔بلوچستان كښې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه په لويو سترو لارو تندۍ سره كار روان دے۔د دې نه پس به د بلوچستان رابطه د چين او مينځني آسيا رياستونو نه ځانله د ټول هېواد سره ښه شي۔ده ووئيل د پاكستان معاشي پرمختګ په حقله راروان څو كلونه مهم دي۔وفاقي وزير ووئيل دا وخت د پاكستان معاشي اشاريې ښه دي او ټولې څانګې پرمختګ كوي۔ده ووئيل دې مثبت رجحان مستحكم ساتلو له ضروري ده چې هېواد د سياسي عدم استحكام څخ وساتلې شي۔ده ووئيل مارچ او احتجاج كول يو جمهوري حق دے خو د دې خبرې اجازه نه شي وركړې كېدے چې د هېواد پرمختګ او څوكالي عمل وځپلې شي۔ده ووئيل د پاكستان اولس د اسلام آباد بندولو سياست مسترد كړی