
پینډۍ 02 اكتوبر (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي چې د پاكستان صنعتي او زرعي مصنوعاتو له د پېژندګلو وركولو يو بل به روان كال منظورۍ لپاره پارلمان ته وړاندې كولې شي۔دې سره به د پاكستان سوداګر او صنعت كار د خپل مصنوعات د جغرافيائي پیژندګلو تصديق ترلاسه كولو نه پس نړيوال ماركيټ كښې ښه ګټھ ترلاسه كړې شي او دې سره به د پاكستان معيشت پرمختګ وكړي۔ده دا خبره د يو سېمينار ته پھ خپل خطاب كښې وكړه۔خرم دستګير خان ووئيل د قامي معيشت٬استحكام او پرمختګ لپاره د قانون سازۍ سره سره سرمايه كارو او سوداګرو له ښه چاپېرچل هم وركړې كېږي دغسې چې هغوي پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل پاكستان كښې د معاشي پرمختګ عمل په تندۍ سره روان دے۔ده ووئيل د پاكستان شمېره د نړۍ پھ ښه معيشتونو كښې ده۔