چيئرمېن د خزانې وفاقي وزير د انشورنس صنعت په اړه د تفصيلاتو نه خبر كړو او ده ته ئې د انشورنس پھ څانګه كښې د ريګوليټري ليګل فريم ورك كښې د بدلون حاجت په اړه بريفنګ وركړو

APP01-02 ISLAMABAD: October 02 - Finance Minister Senator Mohammad Ishaq Dar briefed by the Chairman SECP about amendments required in the Insurance Regulatory Framework. APP

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د سيكيورټيز اينډ ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان(اېس اي سي پي)چيئرمېن وليدل۔ده د خزانې وفاقي وزير د پاكستان انشورنس صنعت په اړه د تفصيلاتو څخه خبر كړو او ده ته ئې د انشورنس په څانګه كښې د ريګوليټري ليګل فريم ورك كښې د بدلون حاجت پھ اړھ بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل بدلون سره د انشورنس كمپنو په مالي چارو كښې د ښه والي توقع ده كوم به چې مالي استحكام كښې مرستياله وګرځي ٬ دغسې دې سره به د پالېسي هولډرز د ګټو ښه تحفظ وشي۔د ياد شوي فريم ورك مقصد د ماركيټ د پرمختګ ډاډګيرنه او د انټرنېشنل اېسوسي اېشن آف انشورنس سپروائزر د قوانين ترمخه د هېواد قانون ښه كول دي۔د اشنورنس ريګوليټر فريم ورك ښھ والي له د بدلون په حقله د خزانې وزير سپارښتنه وكړه چې د انشورنس آرډيننس 2000 په ځاې دې نوې آرډيننس راوړلې شي دې سره به پھ نړيواله كچه د پاكستان د انشورنس انډسټري تاثر نور هم ښه شي۔د خزانې وزير اېس اي سي پي ته سپاښتنه وكړه چې پھ دې حقله د ټول هېواد شراكتدارو سره مشاورت وكړي۔د اېس اي سي چيئرمېن د خزانې وزير ته ووئيل چې اېس اي سي پي به اكتوبر 2016 كښې مشاورتي عمل بشپړ كړي۔غونډې ته د كمپنۍ بل 2016 مسودې په حقله بريفنګ وركړې شو كوم به چې د مشاورت نه پس د خزانې وزير ته وړاندې كولې شي۔د خزانې وزير سپارښتنه وكړه چې په ياده شوې مسوده دې د قانون ترمخه عملدرآمد وكړې شي