د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د پاكستان لينډ پورټ اتهارټي جوړولو په حقله د چارو جاج واخست

APP02-02 ISLAMABAD: October 02 - Finance Minister Senator Mohammad Ishaq Dar chairing a meeting to review Establishment Of Pakistan Land Port Authority. APP

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د اتوار په ورځ په يوه غونډه كښې د پاكستان لينډ پورټ اتهارټۍ جوړولو په حقله د چارو جاج واخست چې پكښې لېفټيننټ جنرل جاوېد بخاري د خزانې وزير ته د ټول هېواد په پولو د جوړ شوي بارډر چېك پوائنټس په اړه بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير ته ووئيلې شو چې د نړيوال تجارت او بېلو څيزونو وړلو راوړلو لپاره په پولو د پوستو جديد ټرمينل جوړول د وخت حاجت دے۔ده ته ووئيل شو چې پھ بارډر پوائنټس جديد آلات لګول نه يوازې د تجارت ريګولېشن بلكې د اميګرېشن او امنيتي مقصدونو لپاره هم ضروري دي دغسې چې په بارډر پوائنټس د تلونكو او راتلونكو كسانو ټريكننګ وكړې شي۔غونډه كښې د وزيراعظم قانون لپاره خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله خان٬د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر٬ډي جي اېم او ميجر جنرل ساحر شمشاد٬ډي جي اېن اېل سي ميجر جنرل فيصل مشتاق او اېف بي آر چيئرمېن ګډون كولو۔د خزانې وزير د لينډ پورټ اتهارټۍ د جوړولو په اړه د حكومتي ترجيحاتو د عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل چې دې سره به د پولو تجارت او پاكستان ته راتلونكي او تلونكو كسانو نظر ساتلو كښې مرسته وشي