صنعا 02 اكتوبر (اے پی پی)د يمن په عدن ښار كښې وسله والو جنګيالو د استخبارتي ادارې ضلعي لارښود وژلې دے۔د اتوار په ورځ د نړيوالې ميډيا له مخې د براقا ولسوالۍ استخبارتي ايجنسۍ لارښود په هغه مهال ووژلو كله چې هغه خپل كور ته روان ؤ۔ځايې چارواكو وئېلي چې وسله وال جنګيالي د استخبارتي ادارې ضلعي لارښود د وژلو نه پس پښو وېستلو كښې بريالې شوي۔دا خبره د يادونې وړ ده چې يمن كښې د داعش يوې ډلې په ټويټر د دې وژنې ذمه واري قبوله كړې