اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر منیجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے ) هيواد كښې د قدرتی آفتونو په مهال ماشومانو ته پېښو خطرو کمولو لپاره كوټلې پروګړام جوړ كړے چې پكښې د احتیاط په اصولو عمل کولو سره د آفتونو په مهال د ماشومانو ستونزې كميدو سره د هغوي د حفاظت باورې کولو لپاره اقدامات شامل دي۔ د این ډی اېم اے چارواكو له مخې په دې پروګرام كښې د مرستندويه ادارو په مرسته د هر ډول آفتونو او بيړې صورت حال په مهال تعلیمی ادارو ته تلونكو ماشومانو حفاظت باورې كولو سره غير د تعطله د هغوي تعلیمی هلې ځلې روانې ساتل او موسمی بدلون مخنيوي له د ماشومانو د صلاحیت د كار دائرہ زياتول او هغوي كښې خبرتيا پیدا کول هم شامل دي۔ د چارواكو له مخې د منصوبه سازۍ ترمخه په قامی كچه ګڼ دستاویزات مرتب کړې شوي چې مقصد ئې تحقیق او تعمیر ، ادارې مستحکمول ، د صلاحیت د كار دائرہ پراخه كول ، د خبرتيا عمل مخ پھ وړاندې بوتلل شامل دي ٬ په دې لړ كښې د سکولونو په كچه د ماشومانو حفاظت له په قامی كچه د مشاورت نه پس خپل كړې شوي اصول به د جنوری 2017 څخه ټول هيواد كښې لاګو کولې شي