جوبا 02 اكتوبر (اے پی پی) سوډان كښې وسله والو د مسافرو په ګاډي د ډزو په نتيجه كښې 9 كسان مړه شوي۔د مېډيا راپور له مخې چارواكو وئېلي دي چې دا پېښه د پايه تخت جوبا څخه يو څو كلوميټره لرې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې د مسافرو ګاډې سرحدي سيمې كيجوكيجا پلو روان وو۔د بريد په نتيجه كښې 7 كسان په ټكي مړه او 11 ژوبل شوي۔ژوبل كسان روغتون ته رسول شوي چې پكښې دوه كسان په روغتون كښې مړه شو۔چارواكو ووئيل په سمدستي توګه د دې بريد مقصد نه دې رامخې ته شوې خو پلټنې پېل كړی شوي دي