د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر پاچا موتهو النګوا وليدل

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر پاچا موتهو النګوا د خالي په ورځ وليدل۔ده د خزانې وزير د نړيوال بانك ډلې راروانې كلنې غونډې څخه خبر كړو او پاكستان كښې د نړيوال بانك په مرسته روانو پروژو په اړه چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔پاچا موتهو ووئيل پاكستان ښه اقتصادي پېشرفت كړې دې۔ده ووئيل انټرنېشنل فنانس كارپورېشن به پاكستان كښې د متبادل توان مرستې او په دې لړ كښې قرضه هم وركوي۔د خزانې وزير اسحاق ډار پاكستان كښې په پرمختيائي پروژو كښې د نړيوال بانك د صدر خوښي وستائېله۔ده ووئيل چې زه به د امريكې دورې پھ مهال په واشنګټن كښې د نړيوال بانك او آئي اېم اېف كلنې غونډه كښې ګډون كوم۔وفاقي وزير ګرين انرجي پروژو كښې د نړيوال بانك مرسته وستائېله۔د آئي اېف سي نمائندګان او د خزانې وزارت چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو