وزيراعظم محمد نواز شريف د اوګرا د اړخه د تېلو د بيعې زياتولو سمري رد كړه

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی) وفاقي حكومت د اكتوبر مياشتې لپاره د پېټروليم منصوعاتو بيعه په ځاې ساتلو پريكړه كړی ده ۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د اوګرا د اړخه د پیټروليم منصوعاتو د بيعې زياتولو سمري رد كړې ده ۔د خزانې وزير اسحاق ډار د جمعې په ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې ووئيل د تېرو څو مياشتو راهسې حكومت هڅه كوي چې بيعې مستحكمې وساتلې شي او وګړيو له آسانۍ وركړې شي۔پھ دې لړ كښې وزيراعظم د پېټرولو بيعه نه زياتولو پريكړه كړې ده ۔ده ووئيل د اكتوبر 2016 په مهال به د پیټړولو مصنوعاتو بيعه د ستمبر 2016 په كچه برقرار وي۔ده ووئيل د پیټروليم مصنوعاتو بيعه نه زياتولو په سوب چې كوم بوج پريوځي هغه به د خزانې وزارت زغمي