اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی)د پېټروليم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كه الېكشن كميسون په جديد ډول كار وكړي نو د ټاكنو عمل خرڅونه تر 70 فيصده كمېدې شي۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د ټاكنو كميسون تراوسه په پخواني تګلاره روان دے٬هغه دې جديد لار خپله كړي۔دې سره 70 فيصده خرڅونه كمېدې شي او پاكستان د نړۍ د ښه ووټنګ نظام وړ هېواد جوړېدے شي۔ده ووئيل د پاكستان ټول وګړي رجسټرډ دي٬نادرا قواعد لري او بايد د دې ټولو څيزونو څخه الېكشن كميسون استفاده وكړي دغسې چې د سپيځلو ټاكنو عمل سره په نړۍ كښې د جمهوري نظام استحكام لرونكو هېوادونو كښې شامل شوو