وزيراعظم د بي آ-ئي اېس پي پروګرام ترمخه كلنه نغده مرسته د 18800 روپو نه 19338 روپو ته د رسولو منظوري وركړی

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی)د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي وزيراعظم د بي آئي اېس پي پروګرام ترمخه كلنه مرسته د 18800 روپو نه 19338 روپو ته د رسولو منظوري وركړی ده ۔كلنه وظيفه د تېر كال په مهال كنزيومير پرائس انډېكس كښې د زياتوالي په بنياد زياته كړی شوې۔د زيارت په ورځ د خزانې وزارت د اړخه جاري شوي اعلاميې له مخې د خزانې وزير د بي آئي اېس پي پروګرام څخه مستفيد كېدونكو له مرسته كښې د زياتوالي په حقله وزيراعظم سره تفصيلي خبرې كړي۔ده ووئيل دې پريكړې سره به د بي آئي اېس پي څخه استفاده كوونكې د ګرانۍ د اثراتو مقابله وكړې شي٬ ده ووئېل 4834 روپۍ سړي سر زياتوالي سره درې مياشتنيزه وظيفه به د يكم جولائي 2016 څخه موثره وي۔پھ دې لړ كښې واجبات به د راروان قسط سره وركولې شي۔ د خزانې وزيرووئېل فنانس ډويژن بي آئي اېس پي ته درې مياشتنيزه فنډز جاري كړی۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د هېواد پسمانده او غريبو طبقو تحفظ له لوظي دے