داخله وزير چوهدري نثار علي خان سره د برتانيې هوم سېكتر ايمبررډ ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان سره د برتانيې هوم سېكتر ايمبررډ ټېلي فوني تماس نيولې دې ۔د داخله وزارت د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې داخله وزير چوهدري نثار علي خان د برتانيې خپل هم څنګ ته په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړې۔ده ووئيل پخواني هوم سېكتر او د برتانيې وزيراعظم تهريسامے مثالي همكارۍ د برتانيې او پاكستان شريكو اړيكو او دوه اړخيزه مرستې لا مستحكم كولو له كردار ترسره كړې۔د برتانيې هوم سېكتر ووئيل مونږ دغه اړيكې لا قوي كول غواړو۔په دې موقع د برتانيې هوم سېكتر او د كورنيو چارو وزير د امنيت٬كاؤنټر ټيررازم ٬اميګريشن او د ناركوټكس پشمول بېلو څانګو كښې د پاكستان او برتانيې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكمولو او شريكو اړيكو ته ودې وركولو ته سلا شول ۔داخله وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د دواړو هېوادونو شريكو ګټو او د برتانيې حكومت د اړخه د پاكستان د تحفظاتو ادراك به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې ته د لا ودې وركولو سوب وګرځي۔ده د برتانيې خپل هم څنګ ته د پاكستان راتږ بلنه هم وركړه