حكومت هېواد كښې د كلتور ودې لپاره بشپړ ګامونه پورته كوي٬د هنر مندو خېرښېګړې لپاره ګامونه بورته شوي ۔د اولس مشر ممنون حسېن

APP07-27 ISLAMABAD: September 27 – President Mamnoon Hussain chairing 5th meeting of the Federal Government Artists Welfare Fund at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي هنرمندان زمونږ قامي اثاثه ده٬ په كلتوري هلو ځلو په خذماتو بهر هېوادونو كښې د پاكستان ښه پیژندګلي رامخې ته شوې۔ده دا خبره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د فېډرل ګورنمنټ آرټسټ ويلفيئر فنډ سټيئرنګ كمېټۍ پنځمې غونډه كښې ګډون كوونكو سره خبرو په مهال وكړه چرته چې د خير ښېګړې لپاره په پورته شويو اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔اولس مشر ووئيل هنرمنان ٬شاعران او ليكوال د كلتور په مېدان كښې د هېواد نمائندګي كوي او هېواد كښې د معاشرتي او كلتوري پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوی۔اولس مشر ووئيل حكومت هېواد كښې د كلتور ودې لپاره بشپړ ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې د هنرمنانو خېرښېګړې لپاره ځينې ګامونه پورته كړې شوي دي۔غونډه كښې عطاالحق قاسمي٬مصطفٰی قرېشي٬محمد قوي خان او اصغر نديم سيد سره نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون كولو